په غور کې یو پخوانی نظامي ووژل سوو

په غور ولایت کې سیمه‌ييزو سرچینو د سراج‌الدین، د پخواني پولیس افسر او د پخوانیو جهادي قوماندانانو له ډلې د یوه کس، د وسله‌وال برید په ترڅ کې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په غور کې یو پخوانی نظامي ووژل سوو

په غور ولایت کې سیمه‌ييزو سرچینو د سراج‌الدین، د پخواني پولیس افسر او د پخوانیو جهادي قوماندانانو له ډلې د یوه کس، د وسله‌وال برید په ترڅ کې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، سراج‌الدین د یکشنبې له غرمې وروسته ، په تیورې ولسوالۍ کې د ناپېژندل سویو کسانو د ډزو هدف وګرځېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. بریدګر چې په موټرسایکل سپاره وو، هغه یې په پایحصار کلي کې د خپل کور مخې ته په نښه کړ او له سیمې وتښتېدل.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې سراج‌الدین د غور د پخواني والي محمد ابراهیم ملکزاده له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده.

راپورونه ښايي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په پخوانیو سیاسي جریانونو پوری تړلی یو شمېر کسانو او د هغوی د کورنیو غړو په ورته پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه هېڅ کس یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو مسوولینو هم د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x