غور ولایت ته د ولسي اعتراضونو پراخېدل

په غور ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د طالبانو پر ضد ولسي اعتراضونه د دې ولایت تیوره ولسوالۍ ته پراخ سوي او د دې ډلې د ځواکونو له خوا پر معترضینو د ډزو په پایله کې یو کس وژل سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.
غور ولایت ته د ولسي اعتراضونو پراخېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په غور ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو د دې ولایت تیوره ولسوالۍ ته د طالبانو پر ضد د ولسي اعتراضونو د پراخېدو خبر ورکړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، تېره شپه د تیوره ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د کړنو په اعتراض کې لاریون کړی وو. د ترلاسه سویو راپورونو له مخې، طالبانو د دې اعتراضونو د کنټرول لپاره له جنوبي ولایتونو څخه دې ولسوالۍ ته یوه نظامي قطعه لېږلې وه.

سیمه‌ییزې سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو د لاریون د تیتولو لپاره له وسلو کار اخیستی، چې په پایله کې یې یو کس وژل سوی او څلور تنه نور چې عزت‌الله، عبدالبصیر، غلام‌یحیی او نوراحمد نومېږي ټپیان سوي دي.

په همدې حال کې، سیمه‌ییزې سرچینې په غور ولایت کې د عامه نارضایتۍ د زیاتېدو خبر ورکوي او وایي چې د دې ولایت فضا خورا کړکېچنه سوې ده. د هغوی په وینا، ټاکل سوې چې نن په غور کې د هرات ولایت د اعتراضونو سره هممهاله پراخ لاریونونه ترسره سي.

ځینې سیمه‌ییزې سرچینې هم ادعا کوي چې د دې اعتراضونو لومړنی پیل وروسته له هغه وسوو چې په تیوره ولسوالۍ کې یو طالب غړی پر یوې انجلۍ د جنسي تېري پر تور تورن سوی وو. خو دا ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو لخوا نه ده تایید سوې او هېڅ رسمي بنسټ هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x