د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان اسلامي وحدت ګوند، په کابل کې د طالبانو له لوري د شیعه روحاني حسینداد شریفي وهل او ټکول پر مذهبي ازادۍ، انساني کرامت او د جعفري مذهب د پیروانو پر حقونو ښکاره تېری بللی دی.
دغه ګوند د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه شیعه روحاني سره د طالبانو چلند په کلکه غندي او دا د افغانستان د هزارهګانو او شیعهګانو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د خطرناک بهیر برخه ګڼي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د شیعهګانو پر مذهبي، فرهنګي او ټولنیز هویت فشار یوازې یوه جلا پېښه یا مذهبي اختلاف نه دی، بلکې د افغانستان د یوې برخې وګړو د حذف او سپکاوي د سیاست برخه ده.
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند همداراز ټینګار کړی چې د جعفري فقهې د احکامو محدودول، تبعیضي امنیتي او قضايي چلند، او د شیعه روحانیونو سپکاوی د اسلامي اصولو، انساني ارزښتونو او د بشري حقونو له منل سویو معیارونو سره په ټکر کې دي.
د راپورونو له مخې، د کابل د ۱۸مې حوزې د طالبانو د امر بالمعروف مسوول د ثور په ۱۶مه حسینداد شریفي د واده له مراسمو وړاندې د یوې جوړې د نکاح د تړلو له امله نیولی او له تاوتریخوالي سره یې مخ کړی دی.
حسینداد شریفي د شنبې په ورځ ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو هغه ورغوښتی، ګواښلی او فزیکي چلند یې ورسره کړی دی. د هغه په وینا: «د دې چلند پر مهال یې په سوک پر مخ ووهلم او لونګۍ مې له سره ولوېده.»
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند په دوام کې ټینګار کړی چې جعفري فقه او د شیعهګانو مذهبي هویت د افغانستان د تاریخ او ټولنیز حقیقت نه بېلېدونکې برخه ده، او هېڅ ډله یا ځواک حق نه لري چې دغه هویت د دین او سیاست د انحصارپال تفسیر له لارې محدود یا وځپي.




