سمیع سادات: د طالبانو مشر د انټرنېټ په بندولو سره د افغانستان د منزوي کولو په لټه کې دی

سمیع سادات ، د کابل د اوسېدونکو لپاره د فايبر نوري او واي‌فاي انټرنېټ د احتمالي بندېدو د راپورونو په غبرګون کي ويلي دي چي د طالبانو مشر په دې ډول اقدام سره د سانسور د پراخولو، د وېرې د فضا د رامنځته کولو او د افغانستان د منزوي کولو په لټه کي دی.
سمیع سادات: د طالبانو مشر د انټرنېټ په بندولو سره د افغانستان د منزوي کولو په لټه کې دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ سمیع سادات ، د کابل د اوسېدونکو لپاره د فايبر نوري او واي‌فاي انټرنېټ د احتمالي بندېدو د راپورونو په غبرګون کي ويلي دي چي د طالبانو مشر په دې ډول اقدام سره د سانسور د پراخولو، د وېرې د فضا د رامنځته کولو او د افغانستان د منزوي کولو په لټه کي دی.

هغه د دوشنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه کي ليکلي دي چي هبت‌الله آخندزاده رسنۍ، مخابرات او د خلکو اړيکي له بهرنۍ نړۍ سره د خپل واک لپاره ګواښ ګڼي؛ هغه موضوع چي د ده په وينا د طالبانو د داخلي اختلافاتو د زياتېدو او د عامه نارضايتي د لوړېدو له امله لا څرګنده سوې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کي سوي دي چي تر دې مخکې په کابل کې د فايبر نوري انټرنېټ د برابرونکو شرکتونو ځينو مسوولانو رسنيو ته ويلي وو چي طالبانو د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې (اترا) ته امر کړی دی چي د کابل د اوسېدونکو لپاره بې‌سيم فايبر نوري انټرنېټ بند کړي.

سادات دا اقدام يوازې د ځپلو پورې محدود نه ګڼي او وايي چي طالبان هڅه کوي يو تړلی حکومت جوړ کړي.

هغه خبرداری ورکړی دی چي د افغانستان له نړيوال انټرنېټ سره د اړيکو پرې کېدل به دا هېواد د آسيا په زړه کي په یوه تياره ټکي بدل کړی؛ داسې وضعيت چي د ده په باور د ترهګرۍ، سخت دریځې او د نشه يي توکو د توليد د پراخېدو لپاره زمينه برابرولای سي.

په وروستيو اوونيو کي هم د طالبانو له خوا پر رسنيو د فشار د زياتېدو راپورونه خپاره سوي دي؛ له هغو څخه پر «موبی ګروپ» بريد، د يو شمېر خبريالانو نيول او پر رسنيزو فعاليتونو نوي محدوديتونه شامل دي. نړيوالو بنسټونو هم په افغانستان کي د بيان د آزادۍ د محدودېدو او د ځپني د فضا د سختېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د متحدې جبهې مشر له هېواد دننه او بهر افغانانو څخه غوښتي دي چي د افغانستان د منزوي کېدو پر وړاندي سره يو موټی سي او د هغه څه پر ضد مقاومت وکړي چي هغه يې زورواکي بولي.

هغه همدارنګه د سيمې او نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چي يو منزوي او نړېدلی افغانستان کولای سي د سخت دریځي، تاوتريخوالي او د نشه يي توکو د قاچاق ګواښونه له خپلو پولو هاخوا هم خپاره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x