سمیع سادات: د یوې ټیلیفوني اړیکې له لارې څو ولایتونه له طالبانو بېرته نیسم.

سمیع سادات، د افغانستان د پخواني ملي اردو یو قوماندان، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که وغواړي، یوازې د یوې ټیلیفوني اړیکې له لارې کولای سي څو ولایتونه سقوط ته ورسوي.
سمیع سادات: د یوې ټیلیفوني اړیکې له لارې څو ولایتونه له طالبانو بېرته نیسم.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سمیع سادات، د افغانستان د پخواني ملي اردو یو قوماندان، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې که وغواړي، یوازې د یوې ټیلیفوني اړیکې له لارې کولای سي څو ولایتونه سقوط ته ورسوي؛ هغه څرګندونې چې په ټولنیزو شبکو کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې اسامه محمود، چې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې د څانګې یو لوړپوړی غړی دی او د «ابوذر» په نوم هم پېژندل کېږي، په کندهار ولایت کې شتون لري. د سادات په وینا، دغه کس په اصل کې د پاکستان د پېښور اوسېدونکی دی او له خپل مرستیال «عاطف» سره په افغانستان کې فعالیت کوي.

سادات زیاتوي چې د دې شبکې اصلي روزنیز او عملي مرکزونه په غزني، هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې فعال دي. هغه دا هم ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک ځینې مشران او مرکزونه هم په افغانستان کې ځای پر ځای سوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته القاعده خپلې فعالیتونه په پټه توګه په افغانستان کې بیا پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل سوي چې القاعده لږ تر لږه اته نوي روزنیز کمپونه په افغانستان کې جوړ کړي او لا هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

 د راپور له مخې، دغه شبکه په غزني، لغمان، پروان او اروزګان ولایتونو کې هم فعال حضور لري او په پنجشېر کې یې د وسلو یو زېرمتون جوړ کړی دی.

القاعده د خپل پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې له سختی کمزورۍ سره مخ سوه، خو هېڅکله په بشپړ ډول له منځه نه ولاړه. اوس راپورونه ښايي چې دغه ډله هڅه کوي خپل جوړښت بیا ورغوي او په افغانستان کې خپلې فعالیتونه پراخ کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x