د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد محقق، د افغانستان د خلکو د وحدت د ګوند مشر ، زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی ، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې هغه د «دوکې» او د افغانستان د برخلیک په اړه د «بېمسوولیتۍ» په تور تورن کړی دی.
ښاغلي محقق په هغه لیکنه کې چې په خپلې رسمي پاڼه کې یې خپره کړې، د اشرف غني په اړه د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی؛ هغه څرګندونې چې پکښې خلیلزاد اشرف غني «تر ټولو فاسد او ډارن ولسمشر» او د جمهوري نظام د سقوط اصلي لامل بللی وو.
محقق په ځواب کې لیکلي: «ښه دې وویل، منوو یی ؛ خو که اشرف غني دومره فاسد او ډارن کس وو، نو ولې مو هغه د خلکو له رایې پرته او په درغلیزو او جعلي رایو دوه ځله د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورساوه؟»
د افغانستان د خلکو د وحدت د ګوند مشر ادعا کړې چې لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د جان کېري په مستقیمې لاسوهنې او دویم ځل په ۲۰۲۰ کال کې د سکاټ مېلر د پوځي فشار او ګواښ له لارې اشرف غني په واک کې وساتل سوو.
هغه د ۱۳۹۸ کال له ټاکنو وروسته بدلونونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د عبدالله عبدالله له جلا لوړې مراسمو وروسته، زلمي خلیلزاد د امریکا سفیر او د ناټو قومندان سره یو ځای د سپیدار ماڼۍ په یوه غونډه کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې مشران ګواښلي وو چې که موازي حکومت جوړ کړي، د ناټو پوځي ځواک به وکارول سي.
د محقق په وینا، د همدې فشارونو له امله عبدالله عبدالله اړ سوو چې د خپلې بریا له ادعا تېر سي او د ملي پخلاینې د عالي شورا بېواکه مشري ومني.
محمد محقق په پای کې د اشرف غني په اړه د زلمي خلیلزاد اوسني څرګندونې «د دوکې لوړه کچه» بللې او ټینګار یې کړی چې امریکا په خپلو سیاستونو سره «د یوه ملت له برخلیک سره لوبې وکړې.»




