محمد محقق: نیوکه کوونکو د علمي بحث پر ځای پر ما برید وکړ

محمد محقق، د اسلامي وحدت د ګوند مشر، د ډیورند کرښې په اړه د خپلو څرګندونو پر وړاندي د نيوکو په غبرګون کې ویلي چې هغه د منطقي خبرو اترو لپاره چمتو دی او ځینې چلندونه یې د منصفانه نیوکې له چوکاټه بهر بللي دي.
محمد محقق

محمد محقق، د اسلامي وحدت د ګوند مشر ،او د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا غړی، د ډیورند کرښې په اړه د خپلو څرګندونو پر وړاندې د پراخو نیوکو په غبرګون کې ویلي چې ځینو نيوکه کوونکو د منطقي بحث پر ځای پر ده برید کړی او د منصفانه نیوکې له چوکاټه وتلي دي.

هغه د دوشنبې په ورځ په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې له خبرو او منطقي مقابلې څخه هېڅ وېره نه لري او له خلکو یې غوښتي چې د ډیورند کرښې اړوند ګرد میز ته مراجعه وکړي او خپله پرېکړه وکړي. د هغه په وینا، هغه څه چې یې ویلي حقه خبره ده.

محقق په دوام کې ویلي چې ځینې کسان د مطلق‌الاختیار چلندونو له مخې، د منطقي ځواب پر ځای هغه ملامت کړی او حتی بې‌ادبي ته یې هم مخه کړې ده. خو هغه ټینګار کړی چې له نیوکه کوونکو سره د استدلال او منطقي بحث لپاره چمتو دی.

دغه سیاسي څېرې همدارنګه ادعا کړې چې ځینې سیاسي ډلې هڅه کوي د بېلابېلو نظرونو په ځپلو سره د خبرو انحصار رامنځته کړي؛ دا کړنه د هغه په باور ناسمه ده او باید پرېښودل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x