د طالبانو او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار

امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
amir khan mutaqqi

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت وزیر امیرخان متقي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمې د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چې متقي په دې ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د ثبات د ټینګښت په برخه کې د سعودي عربستان له هڅو مننه کړې ده.

دغه وزارت د یکشنبې په ماښام (د ثور په شپږمه) اعلان کړی چې نوموړي همدارنګه په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو د معلوماتو د لېږد په برخه کې د دغه هېواد له همکارۍ هم مننه کړې ده.

په دې خبرو کې دواړو لورو د سعودي عربستان په خاوره کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د بشري سرچینو د ظرفیت د پیاوړتیا پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، فیصل بن فرحان د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو لپاره اړین بللی او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې د خبرو او ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې سوې چې له طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو وروسته، سعودي عربستان د قطر او ترکیې ترڅنګ هڅه کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي، خو دا هڅې تر اوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کومې مشخصې هوکړې لامل سوې نه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x