نورمحمد ثاقب، د طالبانو د حج او اوقافو وزیر، د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر توفیق بن فوزان الربیعه سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د راتلونکو کلونو د حج د برخې د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ (د جوزا ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ثاقب په دې لیدنه کې د افغانستان د نفوس د زیاتوالي او د حج د غوښتونکو د شمېر د ډېرېدو ته په اشارې سره له سعودي چارواکو غوښتي چې د افغان حاجیانو د زیات شمېر د لېږلو زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، هر کال په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو څخه زیات کسان د حج د ادا کولو لپاره نوملیکنه کوي، په داسې حال کې چې اوسنۍ برخه د اړتیاوو د کچې ځواب نه سي ویلی.
په اوسني حالت کې د ټاکل سوې برخې له مخې، هر کال ۳۰ زره افغان حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږل کېږي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزیر همدارنګه د سعودي عربستان له حکومت څخه د حاجیانو د مدیریت او د خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه کړې او دواړو لورو د دیني او فرهنګي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د حج د مراسمو د ترسره کولو د بهیر د ښه والي په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د حاجیانو ته د خدماتو د ښه کولو، د حج اړوند اداري پروسو د اسانتیا، د کاروانونو د لارښودانو د روزنې او د هغوی د ظرفیت د لوړولو موضوعات هم تر بحث لاندې نیول سوي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د سږ کال د هر حاجي د حج لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکلی وو. دغه وزارت ویلي چې د سږ کال د حج د پروګرام ټول لګښتونه له اوو میلیاردو او ۸۱۸ میلیونو افغانیو څخه زیات دي، چې شاوخوا ۱۱۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي.




