له سعودي عربستان څخه د حاجیانو د بېرته ستنېدو د بهیر پیل

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د حج د مناسکو تر ادا کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر پیل سوی او د جوړ سوي پلان له مخې به زرګونه حاجیان په راتلونکو ورځو کې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو له لارې افغانستان ته ولېږدول سي.
له سعودي عربستان څخه د حاجیانو د بېرته ستنېدو د بهیر پیل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د حج د مناسکو تر ادا کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر پیل سوی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان به په دوو پړاوونو کې او د کابل، بلخ، کندهار او هرات د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راستانه سي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د بېرته ستنېدو لومړۍ الوتکه له جدې ښار څخه کابل ته ترسره سوې چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت ۳۴۶ حاجیان د حج له اوو ښوونکو سره یوځای افغانستان ته راستانه سوي دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي چې د حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر به د ۹۷ الوتنو په لړ کې او د راتلونکو ۳۰ ورځو په موده کې بشپړ سي.

د طالبانو د حج او اوقافو مسوولانو ټینګار کړی چې د حاجیانو د منظم لېږد لپاره دقیق پلان جوړ سوی او هڅه کېږي چې ټول زیارت کوونکي له کومې ستونزې پرته خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x