د معمار خبري آژانس د راپور له مخې،په بدخشان ولايت کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د تاجکستان د سفارت پوځي استازی او لومړی منشي په افغانستان کې ددې ډلې له والي سره په بدخشان کې لیدنه کړې او د پولهایزو سیمو د امنیت د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، خورشید آدینزاده د پوځي استازي په توګه او نظرعلي د تاجکستان د سفارت لومړي منشي په افغانستان کې، د دې ولایت د بهرنیو چارو د ریاست په همغږۍ له محمداسماعیل غزنوي ، په بدخشان کې د طالبانو له والي سره لیدنه کړې ده.
په دې ناسته کې د تاجکستان لوري د پولو د اغېزمن مدیریت او د سرحدي سیمو د امنیت د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
همدارنګه په دې خبري ناسته کې ، د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ګډ بازار د جوړېدو او په بدخشان کې د تاجکستان د قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو موضوع هم مطرح سوې ده.
دا لیدنه په داسې حال کې سوې چې د منځنۍ آسیا هېوادونه، په ځانګړي ډول تاجکستان، د طالبانو له واکمنۍ وروسته څو ځله د افغانستان د پولهایزو سیمو د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د تاجکستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې له چین سره په همکارۍ به د افغانستان له ګډې پولې سره په ځینو برخو کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.
په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه هم خپاره سوي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په پولهایزو سیمو کې د څو چینایي وګړو د وژل کېدو پېښې سوې دي، او د تاجکستان چارواکو ویلي چې دا بریدونه تر ډېره د افغانستان له خاورې ترسره سوي دي.
همدارنګه د ګډو ګټو د هېوادونو د پولو د ادارو مشرانو په خپلې وروستۍ غونډه کې چې د تاجکستان په ګلستان ښار کې ترسره سوه، د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي بېثباتي د منځنۍ آسیا د پولهایز امنیت لپاره یوه جدي اندېښنه بللې ده.




