د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې پر طالبانو د یوه برید په پایله کې د دې ډلې دوه جنګیالي وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
دې جبهې د سېشنبې په ورځ، د ثور په لومړۍ نېټه، د یوې ویډیويي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید دوه شپې وړاندې د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کابل بندر په سیمه کې ترسره سوی دی.
د دې ډلې په وینا، د برید موخه د طالبانو د تالاشۍ یوه پوسته وه. د آزادۍ جبهې همدارنګه ټینګار کړی چې دا په لوګر ولایت کې د دوی د ځواکونو لومړنی عملیات ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، سیمهییزو سرچینو دوه شپې وړاندې د لوګر په مرکز کې د یوې چاودنې خبر ورکړی وو.
د افغانستان د آزادۍ جبهې تر دې وړاندې هم څو ځله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندي د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.




