د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ په افغانستان کې د انجونو له زدهکړو د دوامدار محرومیت سره هممهاله، د لوګر ولایت په معارف ریاست کې د طالبانو مسولینو په دغه ولایت کې د یوه ابتدایی ښوونځي د جوړېدو او پرانیستې خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ، د جوزا په دویمه، راپور ورکړی چې د لوګر ولایت د برکيبرک ولسوالۍ د شاهمزار په کلي کې د یوه ابتدایی ښوونځي ودانۍ بشپړه سوې او ګټې اخیستنې ته سپارل سوې ده.
د طالبانو په وینا، دغه ښوونځی د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت او د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ جوړه سوی ده.
د راپور له مخې، نږدې ۸۸۰ زدهکوونکي به په دغه ښوونځي کې د زدهکړو امکان ولري.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې انجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې دي او پر ښځو او انجونو پراخ محدودیتونه لګول سوي دي.
په همدې حال کې، سرچینې وایي چې د افغانستان په ځینو ښوونځیو کې هلک زدهکوونکي هم د زدهکړې له بهیر څخه ناهیلې سوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، په افغانستان کې عصري تعلیمي نظام په منظم ډول د کمزورۍ او له منځه تلو پر لور روان دی.
هغوی وایي چې طالبان خپل اصلي تمرکز په دیني مدرسو او مذهبي زدهکړو کړی دی او د اساسي تعلیمي مضامینو پر ځای زیاتره جهادي، سیاسي او جګړهییزو موضوعاتو ته پاملرنه کېږي.




