په بادغیس ولايت کي د نامعلومو وسله‌والو لخوا د پخواني حکومت د يو سرتېري وژل کېدل

د پخواني پوليسو يو سرتېری چي رسول‌داد فرزان او په رسول‌داد رسولي هم پېژندل کېده، د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کي د وسله‌والو کسانو په بريد کي وژل سوی دی.
یک عضو طالبان پنج نفر را در بادغیس زیر گرفت

د پخواني پوليسو يو سرتېری چي رسول‌داد فرزان او په رسول‌داد رسولي هم پېژندل کېده، د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کي د وسله‌والو کسانو په بريد کي وژل سوی دی.

سيمه‌ایزې او نږدې سرچينې په دې پېښه کي طالبان مسؤل بولي.

د دغو سرچينو په وينا ، هغه د حمل پر ۱۹مه له غرمې وروسته د څو وسله‌والو کسانو له خوا په ډزو وويشتل سو او ځای پر ځای ووژل سوو.

رسول‌داد د پخواني حکومت پر مهال د امنيتي ځواکونو په ليکو کي دنده ترسره کوله او د هغه نظام تر سقوط وروسته د طالبانو د غچ اخيستنې له وېرې له هېواده بهر تللی وو خو شاوخوا يو کال مخکې بېرته افغانستان ته راستون سوی و او له ده څخه دوه کوچني ماشومان پاتې سوي دي.

د طالبانو سيمه ایزو چارواکو تر اوسه د دې پېښي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلي .

دا په افغانستان کي د پخوانيو سرتېرو د وژل کېدو لومړۍ پېښه نه ده تر دې مخکې هم راپورونه خپاره سوي چي د طالبانو د عمومي بښني د اعلان سره سره د پخوانيو امنيتي غړو پر ضد د تاوتريخوالي د دوام نښې څرګندوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x