په بادغیس کي د يو کس لخوا د پیغمبرۍ ادعا

سیمه ایزو سرچینو خبر ورکړی چې ، طالبانو په بادغیس ولایت کې یو کس نیولې چې د پیغمبرۍ د ادعا او د الهام د ترلاسه کولو په تور متهم سوی دی.
په بادغیس کي د يو کس لخوا د پیغمبرۍ ادعا

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلان کړی چې په بادغیس ولایت کې یې یو کس د پیغمبرۍ د ادعا په تور نیولی دی.

سیف‌الاسلام خیبر د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت ویاند ، د دوشنبې په ورځ، د حمل ۲۴مه ویلي چې دغه کس غیاث‌الدین نومېږي او د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د هغه په وینا، نوموړی وروسته له هغې ونیول سوو چې ادعا یې کړې وه پیغمبري کوي.

خیبر زیاته کړې چې دغه کس ادعا درلوده چې الهام یا غیبي غږونه ورته رسېږي او له همدې لارې پیغامونه ترلاسه کوي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د دې کس روغتیایي حالت هم ارزول سوی او هغه له بدني پلوه روغ پېژندل سوی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې غیاث‌الدین د شرعي محکمې په نوم محکمې ته معرفي سوی او د هغه د قضیې په اړه به قضایي پرېکړه وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x