فضل‌الرحمان په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه د بحثونو د درولو غوښتنه وکړه

مولانا فضل‌الرحمان، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر، د شنبې په ورځ، د حمل ۸مه، په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د یوه «آزاد، خپلواک او خپل‌واک» افغانستان درناوی وکړي.
فضل‌الرحمان په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه د بحثونو د درولو غوښتنه وکړه

مولانا فضل‌الرحمان، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر، د شنبې په ورځ، د حمل ۸مه، په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د یوه «آزاد، خپلواک او خپل‌واک» افغانستان درناوی وکړي.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ مولانا فضل‌الرحمان، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر، د شنبې په ورځ، د حمل ۸مه، په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ پاکستان باید د یوه «آزاد، خپلواک او خپل‌واک» افغانستان درناوی وکړي .

 هغه وویل تر هغه وخته چې دا «ناسم تصور» زموږ له ذهنه ونه وځي چې باید افغانستان تر خپل کنټرول لاندې وساتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت به ښه نه سي.

هغه همدارنګه د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د مخالفانو په ملاتړ کې د پاکستان رول ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د «نظام د بدلون» هڅې په یوه نه ختمېدونکي لړۍ بدلې سوې دي.

هغه په یوه خبري ناسته کې د تېرو لسیزو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د «ناکامو» دیپلوماتیکو هڅو په اړه وویل:
«دا بسنه نه کوي چې ووایو موږ ډېرې هڅې وکړې، خو افغانانو ونه منلې. خبره دا نه ده، اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یې ونه منلې؟»

هغه پاکستان تورن کړ چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا له اوسني چلند ملاتړ کوي، او دې ته یې اشاره وکړه چې د طالبانو ویاندو ویلي، پاکستان د امریکا په اشاره د دې ډلې پر مرکزونو بریدونه کوي.

فضل‌الرحمان په خپلو خبرو کې د افغان طالبانو له لوري د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ په اړه هېڅ یادونه ونه کړه؛ دا هغه موضوع ده چې د پاکستان په وینا د افغان طالبانو سره د تاوتریخوالي اصلي لامل ګڼل کېږي.

فضل‌الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پرله‌پسې هڅې د «نظام بدلون» لپاره «بې‌پایه» وبللې او ویې ویل:
«موږ د ظاهر شاه [د افغانستان وروستي پاچا] پر وړاندې د انقلاب ملاتړ وکړ، وروسته کمونیستي انقلاب راغی او موږ یی پر ضد جهاد وکړ. کله چې امریکا راغله، موږ هم ورسره ملګري سوو.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر د خپل هېواد حکومت ته په خطاب کې وړاندیز وکړ چې:
«باید هر ګام په احتیاط واخلي او پارلمان خبر وساتي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x