د تورخم پوله د پنجشنبې په ورځ ، د حمل شپږمه، د پاکستان له لوري په یواړخیزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرانیستل سوه.
د راپورونه له مخي ، پاکستان ۴۰ تنه افغان کډوال ، چې د لندي کوتل کمپ کې ساتل کېدل، د دې پولې له لارې افغانستان ته استولي دي.
رسنیو ته رسېدلي انځورونه څرګندوي چې دغه کسان د پاکستان په لندي کوتل سیمه کې د حمزه بابا کمپ څخه تورخم ته لیږدول سوي او بیا افغانستان ته داخل سوي دي.
سرچینو زیاته کړي چې په دویم پړاو کې شاوخوا ۱۵۰ نور کسان هم د دې کمپ څخه د ترخیص او ایستلو په پروسه کې دي.
ویل کېږي چې پاکستان یوازې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر لپاره د تورخم پوله پرانیستې او دا اقدام په یواړخیزه توګه ترسره سوی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې کډوالو د ایستلو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.




