د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ باوري خبري سرچینې راپور ورکړی چې د تورخم د پولهایزې سیمې په شاوخوا کې د پاکستاني پولهایزو ځواکونو او د طالبانو جنګیالیو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
سرچینې وايي، نښتې د تېرې نیمې شپی راهیسې په پراخه توګه روانې دي او څو ځله د ډزو، د سپکو او درنو وسلو او د اور د د تبادلې راپورونه ورکړل سوي دي.
د پاکستان چارواکو ویلي چې د طالبانو د ناڅاپي او پراخو ډزو په غبرګون کې یې خپل ځواکونه د سپکو، درنو وسلو او توپونو په کارولو سره ځوابي بریدونه کړي او هڅه یې کړې چې د طالبانو ځینې پوځي پوستي له منځه یوسي.
تر اوسه د وژل سویو او ژوبل سویو کسانو کره شمېر په رسمي ډول نه دی خپور سوي.




