د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو له خوا د اداره کېدونکو سوداګریزو فعالیتونو د شمېر زیاتوالی، په لازمي ډول د هغوی لپاره د اقتصادي فرصتونو د پراخېدو معنا نه لري؛ بلکې دا د ښځو د کار او اقتصادي فعالیت د نورو لارو د محدودېدو څرګندونه کوي.
دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې سره له دې چې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر په بې ساري ډول زیات سوی، خو تر ۲۰۲۴ کال پورې له اوو سلنې څخه کمې افغان ښځې د کار په بازار کې حضور لري.
دا راپور وروسته له هغه خپور سوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی و چې په افغانستان کې له ۱۰ زرو ډېرې ښځې د رسمي سوداګرۍ جواز لري؛ هغه شمېر چې د پنځو کلونو وړاندې په پرتله نږدې لس برابره زیاتوالی ښايي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په وینا، ډېری ښځې د کار او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو له امله اړې سوې دي چې هغو کارونو ته مخه کړي چې لا هم د دوام امکان لري.
دغه سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځینه سوداګرې لا هم له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، چې پکښې مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، بانکي ستونزې او پر اقتصادي فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه شامل دي.
د راپور په دوام کې ویل سوي چې ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې له ۹۰ زرو څخه د ډېرو کوچنیو او منځنیو شرکتونو د مالي مرستو، وسایلو او سوداګریزو خدمتونو له لارې ملاتړ کړی دی.



