طالبانو اعلان کړی چې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان، چې پکښې یو پنځه کلن ماشوم هم شامل دی، مړه سوي او څلور نور ټپیان سوي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (۶ سرطان) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا پېښه هغه مهال رامنځته سوه کله چې د فورډ پیکاپ ډوله موټر لومړی یو پنځه کلنه انجلۍ د سړک په غاړه د موتړ لاندې کړه .
د دې خبرپاڼې له مخې، موټر له ټکر وروسته له اصلي لارې اوښتی او چپه سوی دی. د دې پېښې په پایله کې، د ماشوم تر څنګ یو بل کس هم ژوند له لاسه ورکړی او په موټر کې سپاره څلور نور کسان ټپیان سوي دي.
طالبان وايي چې ټپیان د درملنې لپاره د شولګره ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون ته لېږدول سوي او د قربانیانو مړي د هغوی کورنیو ته سپارل سوي دي.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د دې پېښې د رامنځته کېدو د علت او د قربانیانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.




