په کندهار کې د یونیسف په ملاتړ د اوبو رسولو د دوو شبکو ګټه اخیستنه پیل سوه

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د نهو میلیونو افغانیو په لګښت ترسره سوې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکړی چې دغه دواړه شبکې د معروف ولسوالۍ د کنګر او ادېزي په کلیو کې جوړې سوې دي.

په کندهار کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د مسئولینو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۱۴۷ کورنیو پاکو او روغتیايي د څښاک اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

دا پروژه په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې د څښاک د پاکو اوبو کمښت لا هم د افغانستان په ډېرو کلیوالو او لیرې پرتو سیمو کې له اساسي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

یونیسف هم تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لا هم په افغانستان کې د زیانمنو سویو کورنیو له مهمو اړتیاوو څخه دی، او د دې اړتیا پوره کول د روغتیايي وضعیت په ښه کېدو او د ټولنو د زیانمن‌کېدو د کچې په راکمېدو کې مهم رول لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x