د میدانوردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکښې شامل دی، خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان سوي دي.
په میدانوردګ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته سوه کله چې یو موټر له اصلي سړک څخه واوښت او چپه سوو.
ددې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته لېږدول سوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات سوی او د پام وړ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.




