په کندوز ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې یوې ۱۴ کلنې انجلۍ په دې ولایت کې ځانوژنه کړې ده. د سرچینو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د کندوز ښار د رستاقآباد سیمې په څلورم کوڅه کې رامنځته سوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې دې انجلۍ د دوا (درملو) په کارولو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، کورنی تاوتریخوالی او رواني فشارونه د دې پېښې له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.
په وروستیو کلونو کې او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ځوانو انجونو او هلکانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې زیاتې سوې دي.




