د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او یو بل ټپي سوی دی.
وحیدالله سروري ، په میدان وردګو کې د طالبانو د والي ویاند، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه نن شنبه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د «شهبېدانو غونډۍ» په سیمه کې رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، پېښه د کرولا ډوله موټر او مازدا ډوله موټر د ټکر له امله سوې ده. د دې پېښې له کبله پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي سوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرولا موټر د چلوونکي بېاحتیاطي د دې پېښې اصلي لامل بلل سوی او ټول قربانیان هم د همدې موټر سپرلۍ وې.




