د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په ننګرهار ولايت کي سیمه ایزې سرچينې وايي چي د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په کامې ولسوالۍ کي سلمانيانو ته امر کړی چي د نارينه وو د ږيرو له خرييلو او سمولو ډډه وکړي.
د دغو سرچينو په وينا، دا لارښوونه د رسمي مکتوب له لارې سلمانيانو ته رسېدلې او پکښي ويل سوي چي د ږيرې خرييل يا تر قبضې کمه لنډول د ديني اصولو خلاف بلل کېږي.
د راپور له مخې ، طالبانو سلمانيانو ته خبرداری ورکړی چي که له دې امره سرغړونه وکړي نو ددوی له چلند به مخامخ سي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په قانون کي هم د ږيرې خرييل او سمول منع اعلان سوي دي .
دې ډلې د دې قانون د پلي کولو لپاره د هېواد په بېلابېلو سيمو کي ورته بنديزونه لګولي او سلمانيانو ته يې ويلي چي له دغسې خدمتونو ډډه وکړي.
همدارنګه داسې راپورونه هم سته چي ښايي طالبانو په ځينو مواردو کي ځوانان د ږيرې د خرييلو يا لنډولو په تور نيولي دي.




