په افغانستان کي يو شمېر ښوونکي وايي چي د تېر دریو مياشتو معاشونه يې تر اوسه نه دي ترلاسه کړي

په افغانستان کي يو شمېر ښوونکي وايي چي په تېرو دريو مياشتو کي يې معاشونه نه دي اخيستي او د طالبانو اداره هم د دوی د معاشونو د ورکړي توان نه لري.
آموزش کارمند اداری طالبان در چین

په افغانستان کي يو شمېر ښوونکي وايي چي په تېرو دريو مياشتو کي يې معاشونه نه دي اخيستي او د طالبانو اداره هم د دوی د معاشونو د ورکړي توان نه لري.

د دوی په وينا، دې وضعيت اړ کړي چي د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره پورونه واخلي.

دوی وايي درې مياشتې کېږي چي معاش نه لري د کور کرايه د خوراکي توکو او نورو لګښتونو ټول بار پر دوی دی خو عايد يې صفر دی دا وضعيت يې ژوند ډېر سخت کړي دي.

دغه ښوونکي زياتوي چي اوس ډېری ښوونکي اړ سوي چي پورونه واخلي خو که دا وضعيت همداسي دوام وکړي نو ښايي د پور اخيستلو امکان هم ورپاتې نه سي.

هغوی ټينګار کوي چي د معاشونو ځنډ نه يوازي د دوی اقتصادي حالت خراب کړی بلکي پر رواني روغتيا يې هم منفي اغېز کړي دي.

د دوی په وينا څو ځله يې دا موضوع د طالبانو د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې خو ياد وزارت د بودجې کموالی د معاشونو د ځنډ لامل بللی دي .

دا شکايتونه په داسې حال کي راپورته کېږي چي د نړيوالو بنسټونو د راپورونو له مخي د افغانستان تعليمي نظام له يو ژور او بې‌ساري کړکېچ سره مخ دي.

دغه بنسټونه خبرداری ورکوي چي ميليونونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخي سوي د تدريس کيفيت راټيټ سوی د ښوونکو کمښت د انجونو پر زده‌کړو محدوديتونه او د ښوونځيو ناسم حالت د هېواد تعليمي نظام له جدي ستونزو سره مخ کړي دي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x