په هرات کي د طالبانو د محدوديتونو دوام

د هرات ولایت په پوهنتون کې خبري سرچينو رسنيو ته ويلي دي چي د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان دې پوهنتون ته داخل سوي او شاوخوا ۲۰ محصلين يې نيولي دي.
په هرات کي د طالبانو د محدوديتونو دوام

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د هرات ولايت په پوهنتون کې خبري سرچينو رسنيو ته ويلي دي چي د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان پوهنتون ته داخل سوي او شاوخوا ۲۰ محصلين يې نيولي دي.

د دغو سرچينو په وينا، د دې محصلينو د نيولو لامل د «خولۍ نه درلودل او د ږيري لنډوالی» بلل سوی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

دا پېښه په داسې حال کي رامنځته سوې ده چي طالبانو په دي وروستيو کې د هېواد په پوهنتونونو کي د محصلينو لپاره نوي د جامو اغوستلو مقررات وضع کړي دي. د دې لارښوونو له مخي، محصلين اړ دي چي خولۍ پر سر کړي او ږيره پرېږدي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x