د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، په خپلو وروستیو ویناوو کې څرګنده کړه چې د دې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي. سیفالرحمان خیبر، د دې وزارت ویاند، د شنبې په ورځ، د سنبلې په ۲۹مه، د حنفي وینا خپره کړه چې په هغه کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو موضوع یاده سوې وه. حنفي په دې وینا کې څرګنده کړه چې طالبان باید شکر ادا کړي چې مخالفین یې د ځان دښمنان ګڼي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید له بندیزونو ونه وېرېږي، ځکه دغه بندیزونه د خدای د دښمنانو له خوا لګول کېږي. هغه زیاته کړه: «خدای ج حضرت ابراهیم ژغورلی و، هماغه خدای اوس هم سته او موږ باید د بندیزونو له امله شکر ادا کړو او ونه وېرېږو.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړی دی.
- بندیزونه د خدای سره د دښمنۍ نښه ده
خالد حنفي، څرګنده کړه چې ددې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي.

- 85
- کې خپور شو 12:56 ق.ظ
- د خبر شمیره 149359
- 30 سنبله 1404
- کې خپور شو 12:56 ق.ظ
- د خبر شمیره 149359
- 30 سنبله 1404
- تازه تازه 12:56 - 30 سنبله 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149359
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

نوررحمان اخلاقي: طالبان د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي
13:34 - 3 اسد 1405

د بدخشان د درایم ولسوالۍ پر مرکز راکټي برید
13:29 - 3 اسد 1405

د طالبانو ویاند : پاکستان دې خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان نه اچوي
13:19 - 3 اسد 1405

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
16:47 - 1 اسد 1405