د طالبانو د عدلیې وزارت نن (چهارشنبه، د سرطان ۱۳مه) اعلان وکړ چې د دولتي ځمکو د غصب د دوسیو د څېړلو په موخه د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټي د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته سپارل شوې دي. د طالبانو د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې هستوګنې د ځمکې مساحت ۵۵۶ جریبه ده چې ټوله د دولت له خوا تامین شوې ده. طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو راهیسې په پرله پسې ډول د دولتي غصب شویو ځمکو د بیرته نیولو ادعا کړې ده. دغې ډلې مخکې اعلان کړی و چې د دې ډلې د مشر له خوا د کابل ښار د ده کپک په غونډۍ کې ۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې او یوه عامه قبر ته وقف شوې ده. دغې ډلې د کابل په لویدیځ کې د امید سبز د ځمکې د یوې برخې د غصب ادعا هم خپلې ځانګړې محکمې ته راجع کړې ده.

- 48
- کې خپور شو 3:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 9325
- 14 سرطان 1403
- کې خپور شو 3:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 9325
- 14 سرطان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 15:02 - 14 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9325
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها