د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په سیاسي چارو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له مرستیالې لانا نصیبه سره وکتل او په افغانستان کې یې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې وکړې. ټام ویسټ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې نوموړي له متحده عربي اماراتو څخه مننه وکړه چې د ټولو افغانانو لپاره یې د روښانه راتلونکي په لور لاره هواره کړې ده. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي دي چی په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې د واشنګټن او ابوظبي ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

- 57
- کې خپور شو 3:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 8708
- 31 ثور 1403
- کې خپور شو 3:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 8708
- 31 ثور 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



