په هرات ولایت کې سیمهييزې سرچینې وایي چې د جهادي دورې یو پخوانی قوماندان، ارباب جمعهګل ساغري، د دغه ولایت د اوبې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو له برید سره مخ سوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۳۱مه، ویلي چې جمعهګل ساغري د سېشنبې په ورځ، هغه مهال چې د اوبې ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کور ته روان و، د ډزو هدف وګرځېد او د همدې برید له امله ووژل سو.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د غرمې شاوخوا دولس نیمې بجې، د اوبې ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو د ودانۍ څخه نږدې سل متره واټن کې رامنځته سوه.
سرچینې زیاتوي چې جمعهګل ساغري د جمهوریت د لومړیو کلونو پر مهال د «کلات» کلي د مشر په توګه دنده ترسره کوله، خو څو کاله وروسته یې دا دنده پرېښوده او د اوبې ولسوالۍ په بازار کې یې دوکانداري پیل کړه.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبان په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو بیا هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هدفي وژنو او د ناپېژاندو وسلهوالو د بریدونو راپورونه پرلهپسې خپرېږي؛ هغه څه چې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتوي.




