د بښنې نړیوال سازمان: د کابل پر روغتیایي مرکز د پاکستان برید د جګړه‌ییز جنایت یوه بېلګه ده

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې د پاکستان هغه هوايي برید چې د کابل د «امید» په نوم د روږدو کسانو پر روغتیایي مرکز د مارچ په ۱۶مه ترسره سوی وو، ښایي د احتمالي جګړه‌ییز جنایت بېلګه وي او باید د یوه خپلواک او بې‌طرفه بنسټ له خوا وڅېړل سي.
د بښنې نړیوال سازمان: د کابل پر روغتیایي مرکز د پاکستان برید د جګړه‌ییز جنایت یوه بېلګه ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې د پاکستان هغه هوايي برید چې د کابل د «امید» په نوم د روږدو کسانو پر روغتیایي مرکز د مارچ په ۱۶مه ترسره سوو ، باید په خپلواک او بې‌طرفه ډول د احتمالي جګړه‌ییز جنایت په توګه وڅېړل سي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان د پوځ د هغې ادعا د ثابتولو لپاره یې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې ګواکې دغه مرکز د پوځي موخو لپاره کارېده یا پکښې وسلې او مهمات ساتل کېدل.

د بښنې نړیوال سازمان دغه برید د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بللې او د دې پېښې د پایلو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د برید پر مهال په دې مرکز کې له زرو ډېر ناروغان موجود وو او د برید له ترسره کېدو مخکې مسؤلینو او په سیمه کې کسانو ته هېڅ خبرداری نه وو ورکړل سوی.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د دې برید په اړه روڼې، خپلواکې او هر اړخیزې پلټنې ترسره کړي او که د نړیوالو قوانینو سرغړونه ثابته سي، نو عاملین یې باید د نړیوالو قوانینو او معیارونو له مخې تر قانوني څار او محاکمې لاندې ونیول سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x