نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د طالبانو د کړنو په اړه د نیوکې په ترڅ کې ویلي چې په دې ډلې کې د عدالت پلي کول ټاکنیز دي او زیاته یې کړه چې د طالبانو د ځینو چارواکو له لوري د ښځو د جنسي ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښمنوونکي راپورونه خپاره سوي دي.
فایق د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۸مه، په خپله د ایکس ټولنیزې شبکې په پاڼه کې هم ولیکل: «هغه څه چې نن د طالبانو له کړنو څخه لیدل کېږي، له عدالت، د قانون له واکمنۍ او هغو ارزښتونو سره ښکاره واټن لري چې دوی یې خپله د پلي کولو ادعا کوي.»
فایق وویل، که طالبان د امنیت د ټینګښت او د عدالت د پلي کولو ادعا کوي، نو باید د خپلو اړوندو غړو د سرغړونو او جرمونو پر وړاندې چوپتیا یا سترګې پټول ونه کړي.
هغه همدارنګه د طالبانو د مشرانو هغو ادعاوو ته په اشارې سره چې د جبري ودونو، د ماشومانو د ودونو او د عمومي بښنې د پلي کولو په اړه یې کړې دي، وویل چې له دغو ادعاوو سره سره، لا هم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د ورته پېښو راپورونه ترلاسه کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي د طالبانو پر دوامداره ځپونکو سیاستونو نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د فشار، وېرولو او محدودیتونو دوام به د خلکو نارضایتي او غوسه زیاته کړي او په پای کې به خلک د دې وضعیت پر وړاندې مقاومت ته وهڅوي.
هغه د خپرو سویو راپورونو په استناد ادعا وکړه چې یو شمېر ښځې او انجونې د بدحجابۍ په تور د طالبانو له خوا نیول سوې او په توقیف ځایونو کې له بدني او جنسي تاوتریخوالي سره مخ سوې دي. د هغه په وینا، پر دغو ښځو او د هغوی پر کورنیو هم د جبري ودونو د منلو لپاره فشار اچول سوی دی.
فایق په دوام کې دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا د طالبانو مشران د خپلو ځواکونو له دغو کړنو خبر دي، که دا چلندونه د هغوی په لارښوونه او رضایت ترسره کېږي؟
هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو د غړو له سزا څخه خوندي پاتې کېدل، په داسې حال کې چې سزاوې تر ډېره پر عادي وګړو عملي کېږی ، د دې ډلې په جوړښت کې د عدالت د نشتون څرګندونه کوي.
هغه په پای کې ټینګار وکړ چې د دغسې چلندونو دوام به د طالبانو او خلکو ترمنځ واټن لا ژور کړي او بېباوري او د خلکو غوسه به نوره هم زیاته کړي.



