د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ عبدالقیوم ملنګ، د «سپاهیان میهن» جبهې مسئول، وایي چې د بدخشان وګړی به په پای کې د طالبانو د حکومت پر ضد پاڅون وکړي او دا ډله به له واکه ګوښه کړي.
ملنګ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دی له طالبانو سره کلونه جګړه کړې ده او د هغه په وینا، د دې ډلې له ماهیت او کړنو څخه بشپړه پېژندنه لري.
هغه د افغانستان د پخواني دولت پر قوماندانانو او چارواکو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پخواني پوځ د مسئولانو په منځ کې ژمن او هېوادپال کسان په کافي اندازه نه وو موجود ، او همدا موضوع د جمهوري نظام د سقوط له اصلي لاملونو څخه وه.
د «سپاهیان میهن» جبهې مسئول د افغانستان له وګړو وغوښتل چې د یوه ټولیز پاڅون لپاره ځانونه چمتو کړي. هغه همدارنګه پر یو شمېر دیني عالمانو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې د وګړو په ځپنه کې هغوی له طالبانو سره په همغږۍ کې ونډه لرلې ده.
ملنګ په دوام کې له خلکو وغوښتل چې د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د هغه په وینا د افغانستان د دفاع لپاره یې ټینګ درېځ خپل کړی دی او د «هېواد رښتیني سرتېري» وستایي.
هغه همدارنګه د افغانستان پخواني مشران د نظام د سقوط پر مهال د هېواد په پرېښودو او تېښتې تورن کړل او له خلکو یې وغوښتل چې نور پرې باور ونه کړي.




