نصیر احمد اندېشه، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازي، د جمعې په ورځ، د سرطان په ۲۶مه، د طالبانو مخالفې «سپاهیان میهن» ډلې له لوري د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ د برید ملاتړ وکړ او دا یې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د درېدو نښه وبلله.
اندېشه په هغه پیغام کې چې د اېکس په ټولنیزه پاڼه کې یې خپور کړی، لیکلي دي چې د بدخشان وروستۍ پېښې ښايي چې « ظلم او اسارت به په دې خاوره کې ریښې ونه غځوي.» هغه زیاته کړې ده: «د مقاومت او ټینګ درېدو غږ د هندوکش له زړه څخه اورېدل کېږي.»
نوموړي د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکي «د افغانستان د آزادۍ ساتونکي» بللي او ټینګار یې کړی چې: «د نن ورځې چیغه، د ظلم پر وړاندې د چوپتیا د ماتولو چیغه ده.»
په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي همدارنګه ویلي دي چې تاریخ به دا سرښندنې ثبت کړي او زیاته کړې یې ده: «تورمخي توب به د هغو کسانو پر برخه سي چې خپل عزت یې په لږه بیه پلورلی یا یې په تشو هیلو زړه تړلی دی.»
په همدې حال کې، د «سپاهیان میهن» په نوم د نوې جوړې سوې ډلې له لوري په یفتل پایین ولسوالۍ د برید په اړه غبرګونونه لا هم روان دي. یو شمېر سیاسي څېرو او د طالبانو مخالفانو د دې اقدام ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو له دې پېښې وروسته د طالبانو له خوا د ملکي وګړو نیول غندلي دي.
د راپورونو له مخې، د «سپاهیان میهن جبهې» په نوم ډلې په یوه ناڅاپي عملیاتو کې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او ادعا یې کړې چې د لنډ وخت لپاره یې د ولسوالۍ مرکز تر خپل واک لاندې راوستی او خپل بیرغ یې د ولسوالۍ د ادارې پر ودانۍ درولی دی.
طالبانو تر اوسه د نصیر احمد اندېشه د څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه غبرګون نه دی ښودلی.




