کابل او تهران د قونسلګرۍ د همکارۍ د پراختیا لارې وڅېړلې

وحید جلال‌زاده ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ، پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اداري او مالي مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د قونسلګرۍ د چارو په برخه کې، د پراختیا لارې وڅېړلې.
کابل او تهران د قونسلګرۍ د همکارۍ د پراختیا لارې وڅېړلې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ وحید جلال‌زاده، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ، پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال ، په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اداري او مالي مرستیال، محمد نعیم، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دغه لیدنه د ایران د اسلامي جمهوریت او افغانستان ترمنځ د ګډې قونسلګرۍ د کمېسیون د پنځمې غونډې په څنډه کې ترسره سوه، او دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د قونسلۍ د چارو په برخه کې، د نظرونو تبادله وکړه.

د خپرو سویو معلوماتو له مخې، د دواړو لورو چارواکو د قونسلۍ د خدمتونو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو له موضوعاتو سره تړلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ګډو همغږیو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د ایران او افغانستان د ګډې قونسلګرۍ د کمېسیون پنځمه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کډوالو اړوند موضوعات، د قونسلۍ د خدمتونو اسانتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x