په افغانستان کې د هدفي وژنو دوام؛ په بدخشان کې د پخواني حکومت یو چارواکی ووژل سوو

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي، عبدالجمیل جویا، چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخوانی کارکوونکی وو، له هغه وروسته چې دوه ورځې وړاندې د قره‌کمر–فیض‌آباد پر لار د ډزو هدف وګرځېد، د ورپېښو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په افغانستان کې د هدفي وژنو دوام؛ په بدخشان کې د پخواني حکومت یو چارواکی ووژل سوو

په بدخشان کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي، عبدالجمیل جویا، چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخوانی کارکوونکی وو، له هغه وروسته چې دوه ورځې وړاندې د قره‌کمر–فیض‌آباد پر لار د ډزو هدف وګرځېد، تېره ورځ د ورپېښو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سرچینو معمار خبري آژانس ته ویلي چې جویا د جمهوریت نظام له نسکورېدو مخکې د بدخشان د ملي امنیت ریاست د ښاري امنیت د مدیریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

د سرچینو په وینا، هغه د پېښې پر مهال د حاجیانو له یوې ډلې سره روان وو چې د ډزو هدف وګرځېد. له دې پېښې وروسته، نوموړی د درملنې لپاره د کندز حوزوي روغتون ته ولېږدول سوو، خو د ډاکټرانو هڅې د هغه د ژوند په ژغورلو کې بریالۍ نه سوې او نوموړی تېره ورځ وفات سوو.

سیمه‌ییزې سرچینې زیاتوي چې عبدالجمیل جویا تر دې مخکې د بدخشان د ملي امنیت ریاست په بېلابېلو برخو کې، د لوی ښار د امنیت د مدیریت په ګډون، دندې ترسره کړې وې. هغه د وګړو ترمنځ د پام وړ نفوذ او اعتبار درلود او پر انګلیسي، اردو او عربي ژبو هم برلاسی وو.

ځینې سرچینې اټکل کوي چې دا پېښه یوه هدفي وژنه وه او جویا د طالبانو له خوا وژل سوی دی، خو تر اوسه هېڅ رسمي چارواکي په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د نیولو، شکنجې او هدفي وژنو په اړه ګڼ راپورونه خپاره سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x