د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه د زیات شمیر وګړو پام ځان ته اړولی، الهه احرار، د افغانستان کډوالې مېرمنې، اعلان کړی چې د امریکا د ویرجینیا ایالت د اوومې انتخاباتي حوزې څخه د استازو جرګې په ټاکنو کې نومانده کېږي.
هغه د امریکا د کانګرس په سیالۍ کې د ګډون له لارې هڅه کوي چې د ویرجینیا ایالت د یوې مهمې انتخاباتي حوزې د استازولۍ څوکۍ د دې هېواد د استازو په جرګه کې ترلاسه کړي.
احرار د خپلې نوماندۍ په اعلان سره د هغو کسانو له ډلې سره یوځای شوې ده چې د دې حوزې د رایه ورکوونکو د ملاتړ لپاره سیالي کوي.
د دې افغانۍ کډوالې مېرمنې نوماندي په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې د زدهکړې، کار او عامه ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
ځینې څارونکي د امریکا د کانګرس په انتخاباتي سیالیو کې د یوې افغانۍ مېرمنې ګډون د مېشتو افغانانو د سیاسي ګډون نښه ګڼي.
د امریکا د استازو جرګې ټاکنې د دې هېواد له مهمو سیاسي پېښو څخه ګڼل کېږي چې د امریکا د کانګرس په جوړښت او فعالیت کې مهم او ټاکونکی رول لري.




