انورالحق احدي: پاکستان د طالبانو له انزوا ناوړه ګټه اخلي

انورالحق احدي، د افغانستان د مالیې پخواني وزیر، د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې پاکستان د طالبانو له نړیوالې انزوا ناوړه ګټه اخلي او په همدې شرایطو کې یې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي.
انورالحق احدي: پاکستان د طالبانو له انزوا ناوړه ګټه اخلي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ؛ انورالحق احدي، د افغانستان د مالیې پخواني وزیر ، د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د طالبانو حکومت یې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې په ناتوانۍ تورن کړی دی.

ښاغلي احدي ویلي چې پاکستان د طالبانو له نړیوالې انزوا ناوړه ګټه اخلي او په همدې شرایطو کې یې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي.

هغه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو باندي د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي افغان وګړي وژل سوي او ټپیان سوي دي.

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر ټینګار کړی چې د بهرني یرغل پر وړاندې د هېواد دفاع د هر حکومت لومړنۍ دنده ده، خو د هغه په وینا، طالبان د افغانستان د خاورې په ساتنه او د وګړو د امنیت په ټینګښت کې ناکام سوي دي.

احدي همدارنګه د طالبانو له لوري د روښانه دفاعي تګلارې پر نشتوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې تر اوسه د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د مقابلې لپاره کوم څرګند پلان له وګړو سره نه دی شریک کړی.

هغه په پای کې څرګنده کړی چې هر هغه حکومت چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په دفاع کې پاتې راسي، باید د دې ناکامۍ مسؤلیت ومني، له خلکو بښنه وغواړي او له واکه لاس واخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x