روسیه: د کابل او اسلام‌آباد اختلافات باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل سي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان او طالبانو غوښتي چې وروستۍ نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
روسیه: د کابل او اسلام‌آباد اختلافات باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل سي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ماښام، د سرطان په ۸مه، له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې وروستۍ نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره، دغه پېښه یوه « خواشینوونکې پېښه» بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «روسی لوری له اسلام‌آباد او کابل څخه غواړي چې وسله‌والې نښتې پای ته ورسوي او اختلافي مسئلې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو له لارې حل کړي.»

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح سوې چې د افغانستان پر ځینو سیمو د پاکستان له وروستیو هوايي بریدونو وروسته د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچونه زیات سوې دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل سوي دي. خو د پاکستان پوځ او د طالبانو چارواکو د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېل او لوړې شمېرې وړاندې کړې دي.

پاکستان تل طالبان تورنوي چې په افغانستان کې هغو وسله‌والو ډلو ته پناه ورکوي چې د پاکستان دننه د بریدونو مسؤول دي. په مقابل کې، طالبانو دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې ناامني او د وسله‌والو ډلو فعالیت د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

روسیه په داسې حال کې د اختلافاتو پر سوله‌ییز حل ټینګار کوي چې په سیمه کې د امنیتي کړکېچونو د پراخېدو او د هغو د اغېزو له امله د ګاونډیو هېوادونو د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x