په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سیاسي او امنیتي کړکېچونو سره مخ سوي دي، د طالبانو چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر خبرو اترو او ډیپلوماټیک تعامل ټینګار کوي.
سردار احمد شکیب، په اسلامآباد کې د طالبانو سفیر، له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو د حکومت سیاست دا دی چې ټولې ستونزې او اختلافات له پاکستان سره د خبرو له لارې حل سي.
هغه ویلي چې د کړکېچونو او اختلافاتو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او په پای کې د افغانستان او پاکستان وګړي به د دې له پایلو زیانمن سي.
په پاکستان کې د طالبانو سفیر همدارنګه د دوهاړخیزو اړیکو پر ارزښت او د موجوده ستونزو د مدیریت لپاره د ډیپلوماټیکو لارو پر کارولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کابل غواړي ټول مسائل د هوکړې او خبرو له لارې حل سي.
دا څرګندونې په داسې حال کې سوې دي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي مسایلو، پوله ایزو نښتو او د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو تورونو له امله له کړکېچونو سره مخ سوي دي.




