د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ انتونیو ګوترېش ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي ، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، د دښمنیو د سمدستي درولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
استفان دوجاریک، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، د دوشنبې ماښام په یوه خبري غونډه کې وویل چې ګوترېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپلې ستونزې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.
هغه همدارنګه پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د بشري نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې سي او ویې ویل چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل سي.
دوجاریک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د دفتر اعلامیې ته په اشاره وویل چې د پاکستان هوایي بریدونه د پکتیا، پکتیکا او کنر ولایتونو پر سیمو د ګڼ شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب سوي دي.
د هغه په وینا، دغه بریدونه د زیانمنو سیمو د یو شمېر اوسېدونکو د بېځایه کېدو لامل هم ګرځېدلي دي او د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونه د هغوی اړتیاوې ارزوي او د بیړنیو مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اعلان کړی، چې د خپل هېواد په خاوره کې د څو «ترهګریزو» بریدونو په ځواب کې یې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پټنځایونه هدف ګرځولي دي. په مقابل کې، طالبانو اعلان وکړ چې دغه بریدونه د لسګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل سوي دي.
د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو ډلو د بریدونو د زیاتېدو او د پوله ایزو نښتو له امله له زیاتېدونکو کړکېچونو سره مل دي. اسلاماباد طالبان تورنوي چې وسلهوالو ډلو ته د افغانستان له خاورې د فعالیت اجازه ورکوي، خو طالبان دا تورونه رد کړي دي .




