د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ژمنه ماتول د امریکا د رژیم د ماهیت برخه ده

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د هوايي پوځ بریدونه په کلکه وغندل او اعلان یې وکړ چې دا بریدونه ښايي چې د امریکا رژیم خپلو ژمنو ته لږ تر لږه ارزښت او اعتبار نه ورکوي او ژمنه ماتول د دې رژیم د ماهیت برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ژمنه ماتول د امریکا د رژیم د ماهیت برخه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د هوکړې لیک څخه د سرغړونې په پام کې نیولو سره ویلي چې ژمنه ماتول د دې رژیم د ماهیت برخه ده.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د ترهګریز پوځ د هوايي بریدونو په کلکه غندنه کړې چې د نن یکشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې (د ۱۴۰۵ کال د سرطان د میاشتې ۷مه نېټه) د هېواد په جنوبي ساحلونو کې پر څو د څار او نظارت تاسیساتو ترسره سوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي: دا وحشیانه بریدونه چې د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې د څلورم بند ښکاره سرغړونه او همدارنګه د تحمیلي جګړې د پای ته رسولو د هوکړه‌لیک د لومړۍ مادې ښکاره سرغړونه ده (چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا د ۲۸مې نېټې پورې اړه لري)، ښايي چې د امریکا رژیم خپلو ژمنو ته لږ تر لږه ارزښت او اعتبار نه ورکوي او ژمنه ماتول د دې رژیم د ماهیت برخه ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د دغه سازمان د عمومي منشي د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې مسؤلیتونو ته په اشاره سره، د امریکا د پوځي تېري پر وړاندې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې ،د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره پر خپل هوډ ټینګار کوي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x