په لغمان ولایت کې سیمهييزې سرچینې وایي چې طالبانو د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو پخوانی قوماندان، محمد اعظم باختر فرشغاني، نیولی دی.
د سرچینو په وینا، محمد اعظم باختر فرشغاني درې ورځې مخکې د طالبانو ځواکونو نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی. سرچینو د شنبې په ورځ، د سرطان په ۶مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د نوموړي د نیولو پر مهال یې د کورنۍ غړو هڅه وکړه د هغه د لېږد مخه ونیسي، خو د طالبانو جنګیالیو د وهلو ټکولو سره مخ سوي دي.
د موجودو معلوماتو له مخې، طالبانو تر اوسه د دغه پخواني قوماندان د نیولو د لامل او د هغه د ساتنې د ځای په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې همدارنګه وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې محمد اعظم باختر فرشغاني د طالبانو له خوا نیول کېږي. نوموړی تر دې وړاندې هم د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو کلونو کې نیول سوی او د څه مودې لپاره بندي سوی وو.
د دغه پخواني قوماندان نیول په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دې ډلې د غړو له خوا د افغانستان د پخوانیو نظامي او امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجې او په ځینو مواردو کې د وژلو ګڼ راپورونه خپاره سوي دي.




