نصیراحمد فایق: میلیونونه افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو اساسي حقونو محروم دي

نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، وایي چې میلیونونه افغان وګړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له هغو حقونو محروم دي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې یې د ساتنې تضمین سوی دی.
نصیراحمد فایق: میلیونونه افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو اساسي حقونو محروم دي

نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، وایي چې میلیونونه افغان وګړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له هغو حقونو محروم دي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې یې د ساتنې تضمین سوی دی .

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په خپلې اېکس‌پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره، د ملګرو ملتونو د منشور د تصویب د اتیایمې کلیزې په مناسبت لیکلي چې د «موږ خلک» تر شعار لاندې د دغه سند له تصویب څخه د اتو لسیزو په تېرېدو سره هم، د افغانستان وګړي لا هم له خپلو اساسي حقونو او آزادیو محروم دي او د دې منشور ژمنې د هغوی لپاره نه دي پوره سوې.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړې چې انجونې له زده‌کړو محرومې سوې دي، ښځې له ټولنیزو ډګرونو ایستل سوې دي او ګڼو ځوانانو د خپل راتلونکي د جوړولو هیله او فرصت له لاسه ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست همدارنګه ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د طالبانو تر واکمنۍ لاندې چوپتیا ته اړ ایستل سوي او د هغوی بنسټیز حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي.

فایق څرګنده کړې چې د افغانستان خلک لا هم د بشري حقونو، انساني کرامت او عدالت په برخه کې د ملګرو ملتونو د منشور د ژمنو د پوره کېدو په تمه دي.

هغه په پای کې ویلي چې د ملګرو ملتونو اعتبار په دې پورې تړلی چې دغه سازمان تر کومه بریده د هغو وګړو د حقونو په دفاع کې ژمن پاتې کېږي چې منشور یې د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره جوړ سوی دی، او ټینګار یې کړی چې اوس د عملي اقدام وخت رارسېدلی، نه یوازې د دریځونو د څرګندولو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x