د طالبانو والي او ځانګړې امنیتي قطعه د بدخشان خواهان ولسوالۍ ته واستول سول

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې د طالبانو والي، د دې ډلې د کانونو رئیس او یوه «ځانګړې امنیتي قطعه» د دغه ولایت خواهان ولسوالۍ ته استول سوي دي.
۱۱ تن در حادثه ترافیکی در بدخشان جان باختند

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې د طالبانو والي، د دې ډلې د کانونو رئیس او یوه «ځانګړې امنیتي قطعه» د دغه ولایت خواهان ولسوالۍ ته استول سوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه طالب چارواکي د جمعې په ورځ، د سرطان په ۵ مه نېټه، په داسې حال کې د خواهان ولسوالۍ ته رسېدلي چې په سیمه کې د شخړو زیاتوالی او د اوسېدونکو او کان‌کیندونکو څخه د وسلو د ټولولو بهیر روان وو.

سرچینو وړاندې ویلي وو چې د آویز، پایان‌مور او آبگنده کلیو کې د بې‌وسلې کولو عملیات پیل سوي دي. د دوی په وینا، طالبانو تر اوسه شاوخوا ۷۰ میله وسلې د کان‌کیندونکو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو څخه راټولې کړې دي.

دا خوځښتونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د دفاع وزیر، ملا یعقوب مجاهد ، هم بدخشان ولایت ته سفر کړی وو. طالبانو د دغه سفر موخه د واخان، اشکاشم او شغنان پوله ایزو سیمو د امنیتي وضعیت څېړنه بللې ده.

په داسي حال کې ، ځینې سرچینې باور لري چې د طالبانو د دفاع وزیر سفر کېدای سي د بدخشان د وروستیو امنیتي بدلونونو او د شخړو د زیاتېدو سره هم تړاو ولري.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د والي، د کانونو رئیس او د دې «ځانګړې امنیتي قطعې» د استولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x