د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ۴۱ غړو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې هغه څه چې په افغانستان کې یې د ښځو او انجونو «سیسټماټيکه ځپنه» او پراخ تبعیض بللی، په کلکه غندلي او د نړیوالې ټولنې د لا اغېزناکو ګامونو غوښتنه یې کړې، څو طالبان د ښځو د حقونو د نقض په اړه حساب ورکولو ته اړ کړي.
په دې اعلامیه کې، لاسلیک کوونکو هېوادونو پر افغان ښځو او انجونو د لګېدلو محدودیتونو د دوام په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې له ښځو څخه د بنسټیزو حقونو، لکه زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون، اخیستل د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو او معیارونو سره په ټکر کې دي.
دغو هېوادونو همدارنګه د نړیوالې څارنې، د سرغړونو د اسنادو راټولولو او د حساب ورکونې د میکانیزمونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د هغو ادارو او میکانیزمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه یې کړې چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض د پېښو د څېړلو، ثبتولو او تعقیب مسؤلیت لري.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او انجونو د حقونو او بنسټیزو آزادیو د ساتنې لپاره په نړیواله کچه لا همغږي او اغېزمن ګامونه پورته کړي او د عدالت د ټینګښت او د حساب ورکونې اړوند هڅو ملاتړ وکړي.
د دغو ۴۱ هېوادونو استازو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو پر وړاندې د محدودیتونو دوام په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي او د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.
د دې ګډې اعلامیې خپرېدل په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو او انجونو د لګېدلو محدودیتونو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د پراخې اندېښنې څرګندونه بلل سوې ده.




