د ازادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د کابل په لوېدیځ کې په یوه برید کې یې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ځواکونو موټر هدف ګرځولی او دوه طالبان یې وژلي دي.
Freedom Front

د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د دوشنبې په ماښام یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مامورانو موټر هدف ګرځولی دی.

د دې جبهې د ادعا له مخې، دا برید د ماښام شاوخوا ۸:۲۰ بجې د کابل د دولسمې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت په استوګنیز ښارګوټي کې سوی، چې په پایله کې دوه د طالبانو غړي وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د دې پېښې جزئیات او د اعلان سويو تلفاتو شمېر هم نه دی تایید سوی.

د ازادۍ جبهې په خپل بیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د ټولنیزو محدودیتونو د پلي کولو له مهمو ادارو ګڼلی او ویلي یې دي چې د دې وزارت د ځواکونو فعالیتونه تر څار لاندې لري.

د افغانستان د ازادۍ جبهه له هغو وسلوالو ډلو څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ځواکونو او چارواکو د ګڼو چریکي بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x