د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ، ذبیحالله مجاهد ، د طالبانو ویاند اعلان وکړ چې هبتالله اخندزاده ، جمعهخان فاتح ، په زابل کې د والي مرستیال له دندې ګوښه کړی او فیضالله تمیم ، د معیار او کیفیت ادارې پخواني رئیس یې د هغه پر ځای ټاکلی دی. هبتالله په نويو ټاکنو کې د بدخشاني ناخوښه قوماندان فاتح لپاره هېڅ څوکۍ نه ده ټاکلې.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د دوشنبې په ورځ (د سرطان په لومړۍ نېټه) په خپل اېکس پاڼه کې د نويو ټاکنو خبر ورکړی دی. د طالبانو مشر په دې حکم کې د معیار او کیفیت د عمومي ادارې رئیس، د کورنیو چارو وزارت د ارشد معینیت د ارکان رئیس، د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک معین او د پولو، قومونو او قبایلو وزارت معین هم بدل کړي دي.
د دغو کسانو په منځ کې جمعهخان فاتح، چې د بدخشاني طالبانو قوماندان بلل کېږي، یوازینی کس دی چې په زابل کې د والي د مرستیال له څوکۍ لیرې سوی او کومه نوې دنده يې نه ده ترلاسه کړي.




