د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ سیمهییزې سرچینې وایي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د انجونو د لېسې آمره وروسته له هغې نیولې چې هغوی ته یې د خپل ځیرک موبایل له سپارلو ډډه کړې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د دوشنبې په ورځ، د سرطان په لومړۍ نېټه، د ښوونکو د ځیرکو موبایلونو د راټولولو لپاره دغه ښوونځي ته ورغلي وو.
سرچینې زیاتوي چې طیبه حافظي، د «نسوان مرکز بندر» لېسې آمرې، د خپل موبایل له سپارلو ډډه وکړه او له همدې امله ونیول سوه.
د یوې سرچینې په وینا، مېرمن حافظي د هماغې ورځې تر ماښامه د طالبانو په توقیف کې وه. طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.




